اسلام آباد۔5اګست (اے پي پي ) د دفاع وزیر خواجه محمد آصف قامي اسمبلی له باور وركړے دے چې حکومت اربعین لپاره ایران او عراق ته تلونكو زائرین ته اسانۍ وركولو لپاره هر ممكن ضروري اقدامات کوي ۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده په دې خبره زور راوړو چې د زائرین حفاظت او اسانيو ته پام لرنه كولې شي او اړوندو محکمو ته هدایت شوے چې هغوي …
حکومت اربعین لپاره تلونكو زائرين ته اسانۍ وركولو لپاره ټول ضروري اقدامات كوي، خواجه محمد آصف

مزید خبریں
اسلام آباد۔5اګست (اے پي پي ) د دفاع وزیر خواجه محمد آصف قامي اسمبلی له باور وركړے دے چې حکومت اربعین لپاره ایران او عراق ته تلونكو زائرین ته اسانۍ وركولو لپاره هر ممكن ضروري اقدامات کوي ۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده په دې خبره زور راوړو چې د زائرین حفاظت او اسانيو ته پام لرنه كولې شي او اړوندو محکمو ته هدایت شوے چې هغوي په ټول سفر كښې مناسب انتظامات باوري كړي۔ ده ووئېل حکومت د سختو امنيتي اندېښنو په خاص توګه د زائرینو قافلو په نښه كوونكو ترهه ګرو بريدونو خطر تر مخه د کوئټې نه 800 کلومیټره لاره باندې په مزل كولو بندیز لګولے دے ، د دغې خطرو کمولو لپاره وفاقي حکومت د بلوچستان حکومت ته د کوئتې نه نيغ په نيغه د پروازونو چلولو اختیار وركړو چې ورسره به زائرین تر خپلو منزلونو د هوائي جهاز د لارې محفوظ سفر کولې شي ۔ ده ووئېل زه ایوان او د ټول پاکستان خلقو ته باور وركول غواړم چې حکومت د ټولو اربعین زائرینو لپاره محفوظ، آرام لرونكے او په وخت تګ راتګ باوري كولو لپاره عزم لري










