اسلام آباد۔5اګست (اے پي پي) د كلتور او قامي ورثې وفاقي وزير اورنګزیب خان کھچی وئېلي دي 5 اګست د کشمیریانو نه د حقونو تروړلو توره ورځ ده۔ وفاقي وزیر د یومِ استحصال کشمیر په موقع د نهې په ورځ جاري بیان كښې ووئېل هند په 5 اګست 2019 د نړيوال قوانین ښكار خلاف ورزي وكړه ، په کشمیریانو د هند ظلمونه د انسانیت په ضد او د نه زغملو …
په کشمیریانو د هند ظلمونه د انسانیت په ضد او د نه زغملو دي، د كلتور او قامي ورثې وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔5اګست (اے پي پي) د كلتور او قامي ورثې وفاقي وزير اورنګزیب خان کھچی وئېلي دي 5 اګست د کشمیریانو نه د حقونو تروړلو توره ورځ ده۔ وفاقي وزیر د یومِ استحصال کشمیر په موقع د نهې په ورځ جاري بیان كښې ووئېل هند په 5 اګست 2019 د نړيوال قوانین ښكار خلاف ورزي وكړه ، په کشمیریانو د هند ظلمونه د انسانیت په ضد او د نه زغملو وړ دي۔ وفاقي وزیر زياته كړه په جموں و کشمیر كښې د غیر قانوني اقدامات مقصد مسلم اکثریت په اقلیت بدلول دي ۔ ده ووئېل د هند غاصبانه اقدامات د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده ،نړيواله ورورولي دې د هند ظلمونو او د تور قوانین نوټس واخلي ۔ اورنګزیب خان کھچي ووئېل د هند د اړخه په كلتوري ډګر هم د کشمیري شناخت ورانولو هڅې كېږي ۔ وفاقي وزیر ووئېل کشمیر د پاکستان شه رګ دے،پاکستانے قام د کشمیریانو ورونړو سره ولاړ دے










