نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اوپن ډيبيټ مشري كوي: د خارجه وزارت وياند

اسلام آباد۔22جولائی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اوپن ډيبيټ مشري كوي۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مباحثې سرخط ’’ كثير الجهتۍ او په سوله ايزه توګه د شخړو هوارولو څخه نړيوال امن او سلامتيا ته وده وركول" دے۔ په جولائي كښې د سلامتي كونسل مشرۍ په مهال د پاكستان په دوو ښكاره …

اسلام آباد۔22جولائی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اوپن ډيبيټ مشري كوي۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مباحثې سرخط ’’ كثير الجهتۍ او په سوله ايزه توګه د شخړو هوارولو څخه نړيوال امن او سلامتيا ته وده وركول” دے۔ په جولائي كښې د سلامتي كونسل مشرۍ په مهال د پاكستان په دوو ښكاره اقداماتو (Signature Events) كښې دا اولنے اقدام دے۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس به په دې موقع سلامتي كونسل ته بريفنګ وركوي۔ دا غونډه په کثیرالجهتۍ او د ملګرو ملتونو په چارټر كښې د درج شخړو په سوله ايز ډول د حل كولو په اصول د پاكستان د نه بدلېدونكي باور توثيق كوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير به د سعودي عربستان د معيشت او منصوبه بندۍ وزير ٬ افريقې ٬ كامن وېلتھ او كثير الجهتي چارو لپاره د برطانيې وزير او د تھائي لېنډ خارجه وزير سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير به غېر ملكي ميډيا سره مركه كوي۔ نائب وزیراعظم به په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مستقل استازي لخوا د ملګرو ملتونو ټاكلو سفيرانو او اعلی چارواكو په درناوي كښې وركړې كېدونكې د هر كلي په دستوره كښې ګډون هم كوي

مزید خبریں