وزيراعظم محمد شهباز شريف په اسلام آباد كښې د سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دوره

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دوره وكړه او د سېف سټي منصوبې ترمخه د پوليس سټيشن آن وهيلز منصوبےې پرانسته يې وكړه۔د نهې په ورځ سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دورې په موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء اﷲ تارړ او د كورنيو چارو وزير …

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دوره وكړه او د سېف سټي منصوبې ترمخه د پوليس سټيشن آن وهيلز منصوبےې پرانسته يې وكړه۔د نهې په ورځ سېف سټي، كيپټل كمانډ اينډ كنټرول سينټر دورې په موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء اﷲ تارړ او د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري هم د وزيراعظم سره وو۔د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي په دې موقع وزيراعظم له د منصوبې په اړه بريفنګ وركړو۔ده ووئيل پوليس سټيشن آن وهيلز مقصد 60 كلونو څخه زيات عمر لرونكو كسانو له د ډرائيونګ لائسنس اجراء نه علاوه اولس له ايف آئي آر او نوري آسانۍ وركول دي۔بريفنګ كښې ووئيل شول سېف سټي سرويلنس سسټم ترمخه اسلام آباد كښې په مجموعي توګه 3257 كيمرےې لګولې شوي،د دې كيمرو د لارې اسلام آباد كښې د بېلو دستورو، محرم الحرام او سېلاب په شان د خصوصي پېښو سكيورټي لپاره نګراني كيږي،كوټلي نګرانۍ لپاره اے آئي او فېشل ريكګنيشن په شان جديد ټيكنالوجي استعماليږي۔ وزيراعظم په دوره كښې پوليس د آپريشن سينټر، آن لائن ويمن پوليس سټيشن، ټيكسي ويري فيكيشن سسټم او د هنچ ليب مركزونو هم دوره وكړه۔ وزيراعظم په هائي پروفائل مقدمو د كار كوونكو سېف سټي صلاحيت لرونكو ځوانانو له د هغوي د خدمات ترمخه ليپ ټاپ وركړل۔ وزيراعظم سيف سټي كښې كار كوونكو اهلكارو سره خبرې وكړې او د هغوي ډاډګيرنه ئې وكړه۔ دوره كښې وزيراعظم ته د سېف سټي د اړخه د پوليس سټيشن آن وهيلز وړومبے ډرائيونګ لائسنس په اعزازي توګه وركړے شو۔ وزيراعظم ته د پوليس سټيشن آن وهيلز ترمخه درج كړے شوے وړومبے ايف آئي آر هم وښودلے شو۔

مزید خبریں