اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي ميړني ځواكونه او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو افسران او اهلكار د ترهګرۍ ختمولو عزم لري ٬ د اولس د ځان او مالي تحفظ او عامو وګړو ته د انصاف رسول د پوليس نصب العين دے٬ په مېرټ عملدرآمد د يوې سپيېځلې ټولنې جوړولو په زړه پورې معيار دے٬ په نېشنل پولیس اکېډمی كښې معياري تربيې او د استوګې غوره آسانيو باوري …
ميړني ځواكونه او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو افسران او اهلكار د ترهګرۍ ختمولو عزم لري: د وزيراعظم شهباز شريف په نيشنل پوليس اكيډمۍ كښې تربيه ترلاسه كوؤنكو افسرانو ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي ميړني ځواكونه او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو افسران او اهلكار د ترهګرۍ ختمولو عزم لري ٬ د اولس د ځان او مالي تحفظ او عامو وګړو ته د انصاف رسول د پوليس نصب العين دے٬ په مېرټ عملدرآمد د يوې سپيېځلې ټولنې جوړولو په زړه پورې معيار دے٬ په نېشنل پولیس اکېډمی كښې معياري تربيې او د استوګې غوره آسانيو باوري كولو كولو كښې به بشپړه مرسته كوو٬ تربيې لپاره به افسران چين ته لېږلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په نېشنل پوليس اكېډمي كښې تربيه ترلاسه كوؤنكو افسرانو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير سید محسن نقوی، د اطلاعات وفاقي وزير عطا تارړ، د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري او اعلی پوليس افسران هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل له تربيې څخه وروستو پوليس افسرانو له په عملي مېدان كښې خپلې ذمه وارۍ كښې عامو وګړو ته انصاف رسول وي٬ د هغوي د ځان او مال حفاظت كول وي او دا هله ممكن ده كله چې ستاسو د تربيت معيار غوره وي او دې لپاره پوليس افسرانو ته ټولې آسانۍ ورسولې شي او د تربيې د نصاب بنيادي مقصد د عامو وګړو حفاظت او دوئي ته انصاف رسول دي۔ ده ووئيل كومې هم مهذبې ټولې لپاره دا عوامل تر ټولو زيات مهم وي ٬ د اهداف سر كول هله ممكن وي چې تاسو تربيه او غوره آسانۍ ولرئ۔ وزیراعظم ووئيل د پنجاب د وزيراعلی په حېث ما ایلیټ فورس جوړ كړے ؤ او د هغې مقصد د اشرافيه تحفظ نه بلكې د ترهګرو نوغې ويستل دي۔ وزیراعظم ووئيل په دغه مهال په پنجاب كښې پوليس اهلكار په مېرټ بھرتي كړے شول٬ او كه ماته به كوم هم شكايت راغلو نو ذمه وار افسر به مې معطل كړو۔ ده ووئيل مېرټ د يوې سپېځلې ټولنې جوړولو په زړه پورې معيار دے۔ د كورنيو چارو وزير او د هغه ډله دې مقصد لپاره شپه او ورځ كار كوي۔ ده ووئيل مونږ له به د نېشنل پوليس اكېډمۍ ماحول ښه كول وي۔ په اكېډمۍ كښې به داسې ماحول وي كوم چې يوې تربيت ګاه لپاره لازمي وي۔ په پوليس اكېډمۍ كښې به ماسټر ډګري وركولې شي۔ ده ووئيل په 25 اېكړ زمكه نېشنل پوليس اكېډمي جوړولې شي٬ د پنجاب په څير په اسلام آباد كښې به هم ایلیټ ټرېننګ سكول جوړولې شي۔ دې سره سره فائرنګ رېنج به هم جوړولې شي۔ پولیس افسران به يوې مياشتې له چين ته لېږلې شي۔ وزيراعظم ووئيل تربيه ترلاسه كوؤنكې افسران د قام مېړني بچي دي ٬ دوئي پنجاب ، سندھ ، خېبر پښتونخوا ، بلوچستان او آزاد کشمیر سره تعلق لري ٬ داخله وزير دې د ګلګت بلتستان په كوټه هم عملدرآمد باوري كړي۔ وزیراعظم ووئيل په شهيدانو كښې زمونږ پوليس افسران او ځوانان هم شامل دي٬ په جهلم كښې يو پوليس اهلكار د خلقو د ژوند بچ كولو په مهال پخپله شهيد شو۔ وزیراعظم ووئيل د ترهګرۍ ختمولو له زمونږ مېړنې پوځ ٬ د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكارو ٬ رېنجرز او اېف سي په مړانه سره د ترهګرو مقابله كوي۔ خپل بچي يتيمنان كوي او د لكھونو په شمېر بچي د يتيمېدو څخه ساتي ٬ مونږ دوئي ته سلام كوو۔ په دې موقع وزيراعظم د تربيه ترلاسه كوؤنكو افسرانو ترمينځه لېپ ټاپس ووېشل او دوئي لپاره يۍ د فائرنګ رېنج او هاسټل جوړولو دوو منصوبو د بنياد تيګه كېښوده ۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير محسن نقوي وزيراعظم ته د منصوبو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل اكېډمۍ ته تربيې لپاره د نورو هېوادونو افسران او اهلكار هم راځي٬ اوس به په اكېډمۍ كښې ملګري ملتونه هم خپل پروګرام پېل كوي٬ د سائبر کرائم، کریمنالوجی په څير به نوې كورسونه معارفي كولې شي٬ تربيه ترلاسه كوؤنكو افسرانو ته به مناسب تنخاګانې وركولې شي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد په ټېكنالوجي اډانه عصري تربيې ته وده وركول دي











