اسلام آباد 22 جولائی(اے پي پي ) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان د ګلګت بلتستان په بابو سر ستره لاره د سختو بارانونو٬خاورو كمرو لوېدو او دريابونو كښې د اوبو زياتېدو له امله سيلابي صورتحال كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده ووئيل اوسنو بارانونو او قدرتي آفت څخه چې …
قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر د سيلاب په صورتحال كښې په قيمتي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائی(اے پي پي ) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان د ګلګت بلتستان په بابو سر ستره لاره د سختو بارانونو٬خاورو كمرو لوېدو او دريابونو كښې د اوبو زياتېدو له امله سيلابي صورتحال كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده ووئيل اوسنو بارانونو او قدرتي آفت څخه چې كوم ځاني زيان شوے هغه ډېر افسوس ناك او دړدېدونكے دے ۔سيلاب كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره ده ووئيل زه په دې غم كښې برابر شريك يم۔د مخالفې ډلې مشر ووئيل ټول قام په دې سخت وخت كښې د ځپليو كورنيو سره ولاړ دے۔په ټول هېواد كښې د اوسنو بارانونو څخه د شوې زيان او قدرتي آفت يو قامي امتحان وي او دا مهال قامي يو والي او همدردۍ ته ضرورت دے۔ده حكومت او د اړوندو ادارو وفاقي او صوبائي ادارو څخه غوښتنه وكړه چې د مرستې هلې ځلې لا تندې او موثره كړي دغسې چې بې دركه كسان زر تر زر ولټولې شي او ژوبل شوو ته سمدستي طبي مرسته وركړې شي۔عمر ايوب خان د ارواښادو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔











