سكردو كښې د پاك آرمي رېسكيو آپرېشن٬ د سيلګرو لخوا سئائنه

اسلام آباد۔22 جولائی(اے پی پی)سكردو كښې د سختو بارانونو او خاورو كمرو لوېدو له امله ګير شوې سېلګرې پاك آرمي په كاميابۍ سره رېسكيو كړل ۔ دغسې د پاك پوځ سمدستي او موثر رېسكيو آپرېشن سېلګرو ستائېلے دے ۔ يو سيلګري په وخت رېسكيو كولو نه پس خپل تاثرات كښې ووئېل د پاك آرمي په وخت اقدام د سېلګرو په زړونو كښې پوځ لپاره عزت او اعتماد لا زيات كړو …

اسلام آباد۔22 جولائی(اے پی پی)سكردو كښې د سختو بارانونو او خاورو كمرو لوېدو له امله ګير شوې سېلګرې پاك آرمي په كاميابۍ سره رېسكيو كړل ۔ دغسې د پاك پوځ سمدستي او موثر رېسكيو آپرېشن سېلګرو ستائېلے دے ۔ يو سيلګري په وخت رېسكيو كولو نه پس خپل تاثرات كښې ووئېل د پاك آرمي په وخت اقدام د سېلګرو په زړونو كښې پوځ لپاره عزت او اعتماد لا زيات كړو ۔يوې ميرمنې سېلګرې ميډيا ته ووئېل مونږ كراچۍ نه د سكردو سېلګرۍ لپاره راغلې يو خو د ديو سائي په ځاے د سېلاب له امله زمونږ ګاډي ډوب شو٬زما او ما سره د موجودې يوې بلې ميرمنې طبعت هم ډېر ناسازه شوے ؤ ۔پاك آرمي په سمدستي توګه مونږ رېسكيو كړو او د چورلكې د لارې يې مونږ محفوظ ځاے ته منتقل كړو۔مېرمنې سېلګرې ووئېل د پاك آرمي په دې ايمرجنسي كښې خذمات نه شم بيانولې۔هغوي يوازې مونږ نه يو بچ كړي بلكې مونږ ته يې طبي مرسته او د خوراك څيزونه هم راكړي۔مونږ بشپړ باور لرو چې په كوم هم ناڅاپي آفت كښې زمونږ پوځ تل زمونږ لپاره موجود وي ۔

مزید خبریں