نيويارك 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزير اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو هيډ كوارټر نيويارك كښې د كوټلي پرمختګ لپاره د اعليٰ پائې سياسي فورم په موقع د آسټريا چانسلر د نړيوالو چارو لپاره خاص استازي پيټر لانسكي سره ملاقات كړېے۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوي بيان له مخې ډلو د پاك آسټريا اړيكو په مثبت انداز …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د آسټريا چانسلر نړيوالو چارو لپاره خاص استازي سره ملاقات

مزید خبریں
نيويارك 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزير اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو هيډ كوارټر نيويارك كښې د كوټلي پرمختګ لپاره د اعليٰ پائې سياسي فورم په موقع د آسټريا چانسلر د نړيوالو چارو لپاره خاص استازي پيټر لانسكي سره ملاقات كړېے۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوي بيان له مخې ډلو د پاك آسټريا اړيكو په مثبت انداز د اطمينان څرګندوني سره دوه اړخيزه مرستې ته ودي وركولو او په خاص توګه تعليم، سيلګرۍ او كاروبار كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د آسټريا چانسلر خصوصي استازي پيټر لانسكي د آسټريا معيشت او سماجي پرمختګ كښې د پاكستانو وګړو مرسته وستائېله۔ده په ګڼ اړخيزه فورمز او په خاص توګه ملګرو ملتونو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په نزدې مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ آسټريا د ملګرو سلامتي كونسل غير مستقل غړي په حيث سره او په خاص توګه د سلامتي كونسل صدارت په مهال د پاكستان كردار او مرسته وستائېله۔











