دبۍ 22جولائي (اے پي پي) متحدہ عرب امارات د غزہ ځپلو لپاره د مرستې كمپائن كښې د زرګونو ټنه سامان سره يوه بله بحري بېړۍ روانه كړې ۔ د وام تر مخه د امارات اتمه بحري بېړۍ ’خلیفه‘ د ګل په ورځ د خلیفه پورټ ابوظبۍ څخه د مصري پورټ العریش په لوري روانه شوه ۔ دا بحري بېړۍ تر اوسه د امارات د اړخه د مرستې په بېړو كښې …
د متحدہ عرب امارات اتمه بحري بېړۍ د غزہ ځپلو لپاره د مرستې سامان سره روانه شوه

مزید خبریں
دبۍ 22جولائي (اے پي پي) متحدہ عرب امارات د غزہ ځپلو لپاره د مرستې كمپائن كښې د زرګونو ټنه سامان سره يوه بله بحري بېړۍ روانه كړې ۔ د وام تر مخه د امارات اتمه بحري بېړۍ ’خلیفه‘ د ګل په ورځ د خلیفه پورټ ابوظبۍ څخه د مصري پورټ العریش په لوري روانه شوه ۔ دا بحري بېړۍ تر اوسه د امارات د اړخه د مرستې په بېړو كښې تر ټولو لويه ده۔ په دې 7 زره 166 ټن د مرستې سامان پروت دے ، چې پكښې 6 زره 372 ټن خوراک، يو زر 433 ټن شیلټرز میټریل، 860 ټن طبی سامان او 501 ټن د هیلتھ سپلائز شامل دي ۔ د اماراتي چارواكو تر مخه د اتمې بحري بېړۍ روانېدو نه پس غزہ ته د لېږلې شوې مرستې سامان ټول حجم 77 زره 266 ټن شو ۔یاد دې وي د امارات صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په امر د غزہ ځپلو لپاره د مرستې سامان لېږلو كمپائن روان دے ۔ دا اقدام د متحدہ عرب امارات د مشرتابه د اړخه د بشري خواخوږۍ د اقدامات برخه دے۔











