د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د بنګله ديش ايئر فورس تربيتي الوتكې په دړديدلې پيښه د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د بنګله دېش ایئر فورس تربیتی الوتكې ته په رامخې ته شوې دړدېدلې پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن په پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان افسوس ښكاره كولو سره ووئيل دا ټول انسانيت لپاره يوه زياته خفه كوؤنكې پېښه ده۔ ده …

اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د بنګله دېش ایئر فورس تربیتی الوتكې ته په رامخې ته شوې دړدېدلې پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن په پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان افسوس ښكاره كولو سره ووئيل دا ټول انسانيت لپاره يوه زياته خفه كوؤنكې پېښه ده۔ ده بنګله دېشی حکومت، پارلیمنټ او اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې پاكستانې اولس خپلو بنګله دېشي ورونړو سره يو برابر ولاړ دے۔ سید یوسف رضا ګیلانی په حق رسېدليو له د بخښنې او پسماندګانو له د صبر او زغم دعا كړه۔ د سېنېټ چيئرمېن په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں