د سينيټ چیئرمین سره د ګورنر فيصل كريم ملاقات ٬ په صوبه كښې په روانه سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔22 جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ملاقات وكړه٬ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د پيپلز ګوند پارليماني لارښود احمد كريم كنډي هم ده سره ؤ۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې په روانه سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن اوسنيو ټاكنو كښې د …

اسلام آباد۔22 جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ملاقات وكړه٬ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د پيپلز ګوند پارليماني لارښود احمد كريم كنډي هم ده سره ؤ۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې په روانه سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن اوسنيو ټاكنو كښې د مخالفې ډلې غړو كاميابۍ لپاره د غوره تګلارې په وضعه كولو او په جمهوري ډول د دې پړاؤ په ترسره كولو د ګورنر فېصل كريم ستائنه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې خېبر پښتونخوا څخه نوې ټكلې شوې سېنېټرز به د خپلې صوبې مسئلې حل كولو له په سېنېټ كښې مهم كردار ترسره كړي۔ په ملاقات كښې ګورنر د سېنېټ چيئرمېن په صوبه كښې روانې ناامنۍ او د صوبې حقونو حوالې سره د سياسي ګوندونو تحفظاتو او غوښتنو په اړه خبر كړو۔ ګورنر د ضم شوو ضلعو په مسئلو هم د سېنېټ چيئرمېن سره خبرې وكړې۔ ده ووئيل د ضم شوو ضلعو د مشرانو يوه جرګه صدر ٬ وزيرلاعظم ٬ د سېنېټ چيئرمېن او نورو مقتدر شخصياتو سره ملاقات كښې خوښي لري۔

مزید خبریں