وزیراعظم محمد نواز شریف د نوموري قوال امجد صابري د وژنې غندنه وكړه

اسلام آباد 22 جون(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ په پېښه كښې د نوموري قوال امجد صابري د وژنې غندنه كړې ده ۔ وزیراعظم دعا وكړه چې لوې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنۍ وركورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ وزیراعظم اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې په دې پېښه كښې ككړ كسان ونيسئ او انصاف سره ئې مخ كړئ۔وزيراعظم د امجد صابري هېواد كښې د قوالۍ ودې لپاره خدماتو ستائلو سره ووئيل ارواښاد به تل ياد ساتلې شي۔