پاکستان به تر 2030 د آبادۍ په لحاظ سره د نړۍ څلورم لويې هېواد شي، پاكو اوبو وركولو ته خاص پام لرنه كوو۔سید مصطفیٰ کمال

اسلام آباد 08 جولائی (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي پاکستان به تر 2030 د آبادۍ په لحاظ سره د نړۍ څلورم لويې هېواد شي، پاكو اوبو وركولو ته خاص پام لرنه كوو، پاكو اوبو وركولو لپاره سیوریج ټریټمنټ نظام رائج کوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده چیف ایګزیکټو آفیسر هیلیون پاکستان لمیټډ سره د ملاقات په مهال وكړه۔ده ووئيل د صحت څانګي ښه والي لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي،د پاکستان زياته شوي آبادي لويه مسئله ده،پاکستان به تر كال 2030 د آبادۍ په لحاظِ سره د نړۍ څلورم لويې هېواد شي، پاکستان كښې د توليد شرح 3.6 فیصد ده كومه به چې تر 2 فیصد راوستل وي، ده ووئېل هېواد كښې د سیوریج ټریټمنټ كومه مؤثره منصوبه نشته، پاکستان كښې 68 فیصده ناروغۍ د ګنده اوبو څخه خپريږي۔ده ووئيل پرائمری هیلتھ کیئر سسټم کمزورے دے ،ټیلی میډېسن منصوبې د لارې به قوي كولې شي،اوس ډاكټر او دراوګان د وګړو په درشل وركولو له كار كوو ،لويو روغتونونو كښې د رنځورانو ګڼه ورځ په ورځ زياتيږي۔ده ووئيل هیلتھ کیئر سسټم ښه كولو او قوي كولو له روډ میپ جوړوو،احتیاط د درملني څخه بهتر دے،مونږ هڅه كوو چې وګړي د رنځونو څخه بچ كړو ،د صحت په څانګه كښې ښه والي لپاره پږه لويه توګه اصلاحات کوو۔ملاقات كښې چیف ایګزیکټو آفیسر د داروګانو جوړولو څانګه كښې د خپل خدمات په اړه ووئيل