پاكستان د افغان كډوالو په عزت سره ستنېدل غواړي

اسلام آباد 22 جون (اے پی پی) د قومي سلامتيا سلاكار لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ ناصر خان جنجوعه وئيلي دي چې يو اېن سي آر دې د افغان كډوالو مسئله نظرانداز نه كړي٬ پاكستان د افغان كډوالو په عزت سره ستنېدل غواړي٬ د دې مسئلې حل كولو لپاره دې د نړيوالې ټولنې لخوا سياسي او مالي مرسته زياته كړې شي٬ تر څلورو لسيزو د كډوالو په خپله خاوره د كډوالو كوربتوب كولو نه پس پاكستان اوس د افغان كډوالو په عزت سره ستنېدل غواړي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر فليپو ګرانډي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې ناصر جنجوعه سره په وزيراعظم سېكرټرېټ كښې د ده په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ د خبرو په مهال د قومي سلامتيا سلاكار د پاكستان څخه د ټولو افغان كډوالو زر تر زره د ستنېدو په اړه د پاكستان د عزم څرګندونه وكړه۔ ده يو اېن اېچ سي آر ته ووئيل چې هغه دې دا مسئله نظرانداز نه كړي او د دې مسئلې د حل كولو په عرض دې د نړيوالې ټولنې لخوا سياسي او مالي مرسته فعاله كړي۔ ناصر جنجوعه ووئيل چې پاكستان د ترهګرو د تګ راتګ مخ نيوي لپاره د پولې موثر