
اسلام آباد۔7جولائی(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری حوالدار لالک جان شهید (نشانِ حیدر) ته په غوره ټكو كښې عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د شهيد مړانه او هېواد سره د مينې جذبه به تل ياده ساتلې شي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لمخې صدر مملكت د شهيد ځانګړې مړانې او قربانۍ ته سلام وكړو۔ ده ووئيل د لالك جان شهيد قرباني رارانو نسلونو لپاره د مړانې او عزم روښانه مثال دے۔ صدرِ مملکت ووئيل نن قام د كارګل جنګ عظيم اتل حوالدار لالک جان شهید (نشانِ حېدر) مړانې او سترې قربانۍ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ صدر مملكت ووئيل چې لالك جان شهيد د سخت ژوبل كېدو باوجود د دښمن بريدونه منع كړل او د هېواد دفاع لپاره يۍ د ځان قرباني وركړه۔ صدرِ مملکت ووئيل مونږ د خپل مېړني فرزند لالك جان شهيد سترې قربانۍ ته سلام كوو۔ قام د خپلو ستر فرزند لالك شهيد په قرباني وياړي۔ صدرِ آصف علی زرداری ووئيل د لالك جان شهيد قرباني به د پاكستان په تاريخ كښې په زرينو ټكو كښې ليكلې شي او تل به ياد ساتلې شي۔