لاهور ۔5جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په اېشیئن جونیئر اسکواش چېمپئن شپ كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو د پاکستانی اسکواش لوبغاړو ستائنه كولو سره ټول قام له مباركي وركړې ده۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان كښې وزيراعظم انډر 15 مقابلو كښې نعمان خان او انډر 13 مقابلو كښې سهېل عدنان ته د سرو مېډل او انډر 15 كښې احمد ریان …
د وزيراعظم شهباز شريف ایشیئن جونیئر اسکواش چیمپئن شپ كښې كاميابي ترلاسه كوونكو پاکستانی اسکواش لوبغاړو او قام له مباركي
لاهور ۔5جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په اېشیئن جونیئر اسکواش چېمپئن شپ كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو د پاکستانی اسکواش لوبغاړو ستائنه كولو سره ټول قام له مباركي وركړې ده۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان كښې وزيراعظم انډر 15 مقابلو كښې نعمان خان او انډر 13 مقابلو كښې سهېل عدنان ته د سرو مېډل او انډر 15 كښې احمد ریان خلیل او ګرلز انډر 13 مقابلو كښې ماه نور علي ته د سلور مېډل په ترلاسه كولو لوبغاړو او ټول قام له مباركي وركړی ده۔ وزیر اعظم ووئيل د ایشیئن جونیئر اسکواش چیمپئن شپ په فائنل مقابلو كښې پاكستاني لوبغاړو كاميابي ترلاسه كولو سره په ټورنامنټ كښې د 7 مېډلو په خپل نوم كولو د ټول قام زړونه ګټلي دي۔ وزیراعظم ووئيل ټول اولس په تاسو وياړي۔ وزیراعظم ووئيل چې زما دعا ده چې ستاسو د كاميابو دا لړۍ دې دغسې روانه وي۔








