د شهيدانو قربانۍ ٬ زمونږ د آزادۍ ٬ خپلواكۍ او سلامتيا ضمانت دي: د صدر مملكت د كيپټن كرنل شير خان شهيد (نشانِ حیدر) ته عقيدت پیرزوئنې

اسلام آباد۔5 جولائی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری کېپټن کرنل شېر خان شهید (نشانِ حېدر) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د شهيدانو قربانۍ ٬ زمونږ د آزادۍ ٬ خپلواكۍ او سلامتيا ضمانت دي۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې صدر مملكت ووئيل کېپټن کرنل شېر خان شهید د دښمن په ضد د ځانګړې مړانې او قربانۍ څرګندونه وكړه۔ صدرِ مملکت ووئيل چې د شهيد قرباني زمونږ د ملي تاريخ يو روښانه باب دے٬ كومه به چې تل ياد ساتلے شي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل کېپټن کرنل شېر خان شهید د مورني وطن دفاع لپاره د خپل ځان قرباني وركولو سره د يو ريښتني سپاهي كېدو ثبوت وركړو٬ قام به د کېپټن کرنل شېر خان شهید قربانی، مړانه ٬ فرض شناسي تل وياړ سره ياد ساتي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل د شهيدانو قربانۍ ٬ زمونږ د آزادۍ ٬ خپلواكۍ او سلامتيا ضمانت دي٬ د کېپټن کرنل شېر خان شهید عظمت او مړانې ته سلام كوو۔