
وینس، اټلی۔5 جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې امن لپاره انصاف ٬ مكالمې او بشري وقار ته ترجيح وركړي٬ نړيوال امن كنفرنس بين المذاهب همغږۍ او امن لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه ده۔ د سېنېټ سېکرټرېټ میډیا ډائرېکټورېټ له مخې ددې خيالاتو څرګندونه هغه په وينس كښې نړيوال امن كنفرنس ته خپل مهم خطاب كښې وكړه۔ یوسف رضا ګیلانی ووئيل شهباز بھټي ته د عقيدت پېزروئنې وړاندې كول نړيوال ضمير لپاره د قربانۍ علامت دے۔ ده ووئيل پاكستان پيپلز ګوند تل د انصاف او بين المذاهب همغږۍ خبره كړې ده۔ ده نړيوالې ورورولۍ ته اپيل وكړو چې هغه دې امن لپاره انصاف ٬ مكالمې او بشري وقار ته ترجيح وركړي۔ ده ووئيل امن يوازې د جنګ نه كېدل نه بلكې انصاف وركول هم دي۔ د سېنېټ چیئرمېن د خپل زوي د تښتول كېدو ذاتي پېښه بيانولو سره ګډون كوؤنكي جذباتي كړل۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل نړيوال طاقتونه دې مفاداتو لپاره نه بلكې د اخلاقي ذمه وارو له مخې خپل كردار ترسره كړي۔ سید یوسف رضا ګیلانی د كشمير مسئلې حل كولو له د نړيوال ضمير متحرك كولو په حاجت هم زور راوړو۔ ده ووئيل وینس کنفرنس، بین المذاہب همغږۍ او امن لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه ده۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل دا كنفرنس نه بلكې يو نړيوال عهد دے۔