وزیراعظم شهباز شریف د ترکیې او آذربایجان ولسمشرانو سره د ای سی او له سرمشریزې غونډې وروسته چهل قدمي وكړه

لاهور، 5 جولای (اې پي پي) وزیر اعظم شهباز شریف ٬ د ترکیې ولسمشر رجب طیب ايردوان او د آذربائیجان ولسمشر الهام علیوف په خانکندي کښې د اقتصادي همکاریو تنظيم د سرمشریزې غونډې له پايې ته رسېدو وروسته چهل قدمي وكړه۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ له خوا د خالي په ورځ خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې د آذربائیجان ولسمشر وزیر اعظم او د ترکیې ولسمشر ته د خانکندي تاریخ او تاریخي ودانیو په اړه معلومات ورکړل۔ په دې موقع درې واړه مشرانو غیر رسمي او په زړه پورې چاپېريال كښې يو بل سره خبرې وكړې۔ د خبرو په مهال درې واړو مشرانو د يو بل لاس نیولو سره د پاكستان ٬ تركيه او آذربائیجان ترمنځ د بې مثاله ورورولۍ اړيكو او يووالي څرګندونه وكړه۔ وروسته د آذربائیجان ولسمشر الهام علیوف خپله ګاډې چلولو سره وزیر اعظم شوشا ته د ماسپښین ډوډۍ لپاره بوتلو۔