
اسلام آباد 04جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزيراحسن اقبال په مشرۍ كښې د اعلٰی تعليم په څانګه كښې د تنخاګانو په ډهانچه كښې د اصلاحات لپاره د جوړ كړے شوي ټاسك فورس شپږمه غونډه وشوه۔د دې غونډې مقصد د اعلٰی تعليم پڅانګه كښې صلاحيت لرونكو او قابل استاذانو ته پام كول او په ځاے ساتلو لپاره د تنخاګانو نظام په جديد خطوط روانول دي۔په غونډه كښې د سركاري پهنتونو كښې د تنخاګانو ډهانچې د نړيوال معيار سره سمولو٬زيات مسابقتي او په مالي توګه پائيدار جوړولو په اړه د تجازيز جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د لوړو زده كړو كميسون(ايچ اي سي)منصوبه بندۍ وزارت٬صوبائي اعلٰی تعليم محكمې او خزانې او نورو اړوند سټيك هولډرز اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔وفاقي وزير د ټاسك فورس مينډېټ په اړه ووئېل يو داسې پائيدار او ماركيټ سره سم د تنخاګانو ماډل تجويزول ضروري دے كوم چې تعليمي معيار ښه كولو ٬تحقيقي هلو ځلو ته وده وركولو او د عالمي معيار استاذانو ته پام لرنې له مرستياله وي۔ده ايچ اي سي ته هدايت وكړو چې يو جامع رپورټ جوړ كړي چې پكښې موجوده نظام كښې د كمزوريو ٬ د فيكلټۍ پرېښودلو رجحانات او د تنخاګانو ډهانچې بيا د سره جوړولو په اړه د عمل وړ سفارشات د قامي ترجيحات او مالي حقائق له مخې وړاندې كړې شي