
اسلام آباد۔4 جولائی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د قطبي وزيرستان په حسن خيل سيمه كښې د هندي ملاتړي 30 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره د ترھګرو تر بشپړه خاتمې د امنيتي ځواكونو د كارروائيو روانو ساتلو عزم پخلے كړے دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې صدر مملكت په انټیلېجنس بېسډ كارروائيو كښې د فتنة الخوارج 30 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د مړانې ستائنه وكړه۔ صدر مملكت ووئيل د پاكستان د امنيتي ځواكونو د هندي ملاتړي ترهګرو ختمولو لپاره كاميابې كارروايۍ خوشبينې دي۔ صدر مملكت وويل د ترهګر عناصر ختمولو او د هېواد دفاع لپاره به زمونږ نه كمزورے كېدونكے عزم دغسې قائم وي۔ صدر مملکت د فتنة الخوارج بشپړه خاتمې لپاره د ملي عزم څرګندونه هم وكړه۔