
اسلام آباد ۔4 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف له هندي ملاتړي ترهګر فتنة الخوارج ترھګرو لخوا د شمالي وزیرستان د حسن خیل په سیمه کښې د پاکستان-افغانستان په پوله د دراندازۍ په ناکامولو امنیتي ځواکونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم د افس میډیا ونګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې وزیراعظم د دراندازۍ هڅې په ناکامولو او د 30 خوارجي ترهګرو په وژلو د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده۔ وزیراعظم وویل چې د پاکستان زړور امنيتي ځواكونه د هېواد ساتنې لپاره د فولادي ديوال په څېر ټينګ ولاړ دي او ټول ولس امنیتي ځواکونو ته سلام وړاندې کوي۔ هغه زیاته کړه چې اولس د هېواد له هر ډول ترهګرۍ څخه په بشپړه توګه د پاكولو کلک عزم لري۔