وزیراعظم نن د آذربائیجان په خان كندي ښار كښې د اي سي او سرمشريزه غونډه كښې ګډون ٬ نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه كوي

خان کندی۔4جولائی(اے پی پی):وزیراعظم شهباز شریف به نن د آذربائیجان په خان كندي ښار كښې د اقتصادي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به سرمشريزې غوندې ته خطاب كوي په كوم كښې به چې وزيراعظم په نړيوالو او سيمه ايزو چارو ٬ تجارت ته په وده وركولو ٬ تلپاتي پرمختګ ٬ د سيمه ايزو رابطو په پياوړتيا او منطقې ته په پېښو چېلنجونو خبرې كوي۔ وزيراعظم به په غونډه كښې ګډون كولو له راغلې نړيوالو لارښودو سره مهم ملاقاتونه هم كوي۔