
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه هدايت كړے چې ټولو ذيلي كمېټو او د آئي ټي وزارت ذيلي ادارې دې په درې مياشتنو بنيادونو د ډيجيټل صنفي شموليت تګلارې له مخې رپورټ جمع كړي٬زمونږ د كے پي آئیز نتيجې پكار دي ٬ د هر هدف لپاره دې واضحه ډيډ لائنز مقرر كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د سټئرنګ كمېټۍ د ډيجيټل صنفي شموليت دوهمې غونډې مشرۍ په مهال كړی۔په غونډه كښې د ډيجيټل صنفي شموليت په حكمت عملۍ به عملدرآمد تفصيلي جاج واخستلے شو ۔شزا فاطمه خواجه ووئيل د وزيراعظم ډيجيټل وژن محور جامع صنفي ډيجيټل سوسائټي جوړول دي٬جي ايس ايم اے رپورټ له مخې پاكستان كښې د موبائل انټرنيټ جينډر ګيپ 38 فيصد څخه 25 فيصد پاتې شوے٬ د مېرمنو موبائل انټرنيټ كارولو كښې 33 فيصد څخه تر 45 فيصد اضافه شوې۔دې ووئيل د پي ټي اے چيئرمېن د صنفي شموليت سفير دے۔دې د پي ټي اے سيكرټرېټ هڅې وستائېلې۔په غونډه كښې د پي ټي اے چيئرمېن٬يونيسكو٬جي ايس ايم اے٬جي ډي آئي پي٬ آئي ايس او سي٬ايپك٬اين سي ايچ آر٬اين سي ايس ډبليو٬جاز٬لمز٬ايچ اي سي٬پي ټي اے٬د پاكستان شماريات ادارې او د وفاقي تعليم وزارت استازو ګډون وكړو