
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د نېشنل سيډ ډوېلپمنټ اتهارټي چيئرمېن ډاكټر آصف ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د تخمونو په اړه په مهمو چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئېل قامي زرعي پرمختګ كښې د تخمونو كردار كليدي دے۔په جديد تحقيق اډانه تخمونه رامخې ته كول ضروري دي ۔ده ووئيل حكومت معياري تخمونو وركولو لپاره عزم لري٬كروندګرو ته معياري تخم وركولو ته وړومبې پام لرنه كوو ۔وفاقي وزير ووئيل د تخمونو تحقيق كښې به د نجي څانګې شموليت ته وده وركولې شي٬ د قامي سيډ پالېسۍ موثر نفاذ ته پام كولې شي۔ده ووئيل د تخمونو په معيار به كوم ډول سمجهوته ونه كړې شي۔