
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) په سينيټ كښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) پارلماني لارښود سينيټر عرفان صديقي د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور اوسنے پرېس كنفرنس ناقص منصوبه بندي ګرځولو سره وئيلي دي اګرچه سوله ايز احتجاج د هر وګړي جمهوري حق دے خو هر ھغه عمل چې امن ته زيان رسوي په سختۍ به ايسارولې شي۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده د علي امين ګنډا پور پشمول د پي ټي آئي په قيادت تنقيد كښې ووئيل د ګوند باني ته د رسنې معامله يوازې حكومت سره د تعميري خبرو نه د ډډې كولو بهانه ده٬ دا بهانې د دې خبرې غمازي كوي چې پي ټي آئي حکومت سره سنجيده خبرو ته چمتو نه دے ۔ ده ووئيل كه پي ټي آئي واقعي موجوده سياسي اړے ګړے ختمول غواړي نو د بهانو په ځاے دې واضحه منصوبه بندي او معنې لرونكو تجويزونو سره خبرو ته كېښني۔ ده زور راٶړو چې احتجاج د هر سياسي ګوند جمهوري حق دے او د دې بايد احترام اوشي۔ د صوبې ګورنر د كردار په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل ھغه به چرې هم په صوبه كښې د بحران پېدا كولو لپاره ګام وانخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب سينيټر عرفان صديقي ووئيل وزيراعظم سره د ګورنر ملاقات سازش ګرځول سم نه دي ٬ ھغه خپله هم وزيراعظم سره ملاقات كوي او نور هم ډېر سياسي مشران د معمول سياسي عمل له مخې وزيراعظم سره ملاقات كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پي ټي آئي د عدم اعتماد تحريك په اړه اندېښنې يوازې اندېښنې دي ځكه چې په دې لړ كښې تر اوسه پېشرفت نه دې شوے خو ده ووئيل د عدم اعتماد تحريك يو آئيني او قانوني حق دے كوم چې د ضرورت له مخئ د آئيني حق په توګه كارېدے شي۔