
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان او د رشين فيډرېشن ټرانسپورټ وزير اينډري سرجيوچ نکیتن په ملاقات كښې په دې امر اتفاق وكړو چې د پاكستان څخه د ريل وروډنيټ ورك او تجارتي راهدارو د لارې د مينځنۍ آسيا رياستونو او تر روس زمكيزو رابطو ته ودې وركړې شي كومې لپاره چې منطقه كښې د بېلو هېوادونو ترمينځه د سترو لارو جوړولو كښې تندې راوستلې شي۔دغسې سينټرل آسيا ته د پاكستان د لارې تر ګرمو اوبو رسائۍ څخه به تجارتي هلو ځلو ته په لويه پېمانه وده ترلاسه شي۔د چين په تيانجن ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم درې ورځنې وزارتي كنفرنس په موقع دواړو لارښودو ترمينځه شوي ملاقات كښې د روس او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه مرسته زياتولو باندې هم خبرې وشوې۔