
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)د مذهبي چارو او د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف د زيارت په ورځ د تركيې په سفارت كښې د مذهبي چارو قونصلر ډاكټر عبدالرحمان آق كوش سره ملاقات كړے چې پكښې په ديني علوم او رفاهي پروژو په اړه په مرسته تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوی۔په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل پاكستان تركېه سره د اسلامي ورورولۍ قوي رشته لري٬خوشحاله يو چې زمونږ حكومتونه شريكو اړيكو ته په سياسي٬اقتصادي٬ديني او د كلتور په ميدانونو كښې وده وركوي٬د اسلامي نړۍ مسئلو ٬ د اسلامو فوبيا په ضد ٬ د كشمير او فلسطين بې ګناه اولس ملاتړ له د تركيه د كره دريځ قدر كوو۔د تركيه سفارتكار ووئيل پاكستان سره ديني تعليم٬روغتيا او د رفاهي كارونو كښې د مرستې دائره زياتول غواړو٬ديانت فاؤنډېشن د يتيمانو ماشومانو لپاره 1000 سكول بيګ٬د اعلٰی تعليم 100 سكالرشپس٬ د سيرت مجلې ٬بې وزله كسانو لپاره رمضان پيكيج٬ د قربانۍ غوښې تقسيم٬د اوبو د كوهيانو انتظام كوي۔ده ووئيل د تركيه فتوی كمېشن به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي او علما كرام سره به ملاقاتونه وكړي۔ده ووئيل د سردار محمد يوسف د اسلامي نړۍ لپاره فكر مندي د تقليد وړ ده۔