
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري سره د عمان سفير ملاقات كړے٬په دې موقعه په دوه اړخيزه سمندري مرسته تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوی۔د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري ووئېل پاكستان او عمان د سرمايه كارۍ په موقعو اتفاق كړے ۔په ملاقات كښې د سمندري تربي ي٬تحقيق او ټېكنالوجۍ په مرسته خبرې شوي ۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان عمان سره د اوږدي مهاله شراكتداري غواړي٬د عمان بندر ځايونو مهارت څخه استفاده كول غواړو۔ د عمان سفير په ګوادر بندر ځايونو كښې كاروباري هلو ځلو كښې خوښي څرګنده كړه ۔ د عمان سفير د تجارتي مرستې وړانديز هم وكړو ٬دغسې د جديد بندر ځايونو انتظام او ساحلي پرمختګ كښې به مرسته كولې شي۔هغه ووئيل په ملاقات كښې دواړو هېوادونو په سمندري وژن په همكارۍ د اطمينان څرګندونه وشوه ۔د ملاقات په مهال وفاقي وزير د عمان زده كونكو لپاره پاكستان ميري اكيډمي كښې د داخلو اعلان وكړو ۔په دې اړه د عمان سفير ووئيل پاكستان ميرين اكيډمۍ كښې عماني زده كوونكو لپاره داخلې خوشبينه دي۔وفاقي وزير جنيد انوار چوهري ووئيل پاكستان ميرين اكيډمي ته د يونيورسټۍ درجه وركولو اقدامات كوو