اسلام آباد۔24جون (اے پي پي) د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د پارلیماني همكارۍ او تزویراتی هم غږۍ تر مخه د پاکستان ۔سعودي عرب د پارلیماني فرینډشپ ګروپ (PFG) د ایګزیکټو کمیټۍ او د سعودی۔ پاکستان پارلیماني فرینډشپ کمیټۍ غونډه پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه ۔ د پاکستان د اړخه د غونډې صدارت وفاقي وزیر د مذهبي چارو ٬ د بین المذاهب همغږۍ وزير او د پاکستان۔ سعودي عرب د پارلیماني فرینډشپ ګروپ کنوینر سردار محمد یوسف وكړو۔ دغسې د سعودي عرب د اړخه مشري میجر جنرل (ر) ډاکټر عبدالرحمن بن سنهات الحربي وكړه ۔ د پاکستاني پلاوي كښې سید حفیظ الدین، شګفته جماني ، شاهدہ بیګم، مجاہد علي او محمد خان ډاها شامل وو ۔پخپلو د هر كلي خبرو كښې سردار محمد یوسف د پاکستان او سعودي په زړو د ورورولۍ په اړيكو رڼا واچوله كومې چې په مشترکه عقیده ، احترام او اعتماد اډاڼه دي ۔ ده د ولي عهد بصیرت لرونكې قیادت كښې د سعودي عرب د ترقیاتي هلو ځلو ، خاص ویژن 2030 تر مخه د بدلون عمل ستنه وكړه ، كوم چې په تل پاتي ترقۍ او اختراع لپاره يو جراتمندانه مثال دے۔ کنوینر سيمه كښې امن، استحکام او د مفاهمت ودې لپاره د سعودی عرب په کلیدي کردار زور راوړو او د پاکستان د امن شرېكې بقا له يې د تړون پخلے وكړو ۔ په دې خبره زور راوړلے شو چې د اختلافات حل د خبرو د لارې راوستل پكار دے نه چې په جنګ ۔ ده د پاکستان۔ خلیجي مرستې کونسل (GCC) سره د خپلواكې تجارتي لوظنامې (FTA) ته حتمی شکل وركولو كښې د سعودی د مسلسل مرستې هيله ولرله په كومه چې ستمبر 2023 كښې يوه مشترکه اعلامیه كښې لاس ليك شوے ۔ ده د سرمایه کارۍ په میدان كښې اسپیشل انویسټمنټ فیسیلیټیشن کونسل (SIFC) مؤثر پلیټ فارم وګرځولو كوم چې بهرنۍ سرمایه کاري آسانولو او په منصوبو سمدستي عمل درآمد له سهولت وركوي ۔ ده مفاهمتي یاد داښتونه په عملي كولو او د نتیجې وړ منصوبو باندې بدلولو له د سعودی خوښي وستائېله ۔د غونډې په مهال سردار محمد یوسف بین الپارلیماني مرستې له د ادارہ جاتي شکل وركولو تجاویز وركړل چې دغسې د دواړو پارلیماني فرینډشپ ګروپس ترمينځه مکالمه او شريك فورمز تابيا شي ، د ځوانانو او مېرمنو غړو د پارلیمان د تبادلې پروګرامز كیښودلې شي ، كلتوري، تعلیمي او مذهبي مرسته زياته كړې شي ۔ د سعودي شوریٰ کونسل د اړخه جنرل (ر) ډاکټر عبدالرحمن الحربي په 2019 كښې د شوي مفاهمتي یادداښت (MoU) په مؤثر ډول نافذ کولو په اهمیت زور راوړو ، چې پكښې د اتفاق 8 نکات شامل دي ۔ هغه راروانه غونډه ریاض كښې د كولو تجویز هم وركړو چې ورسره به يو تعارفي ورکشاپ هم كولې شي دغسې چې دواړه فریق د يو بل پارلیماني ډھانچو نه ښه خبر شي ۔