حكومت په مشكل حالاتو كښې متوازن بجټ وړاندې كړے٬د ټولو شراكتدارو وړاندېزونه او سفارشات د بجټ برخه دي ٬ د ټيكس په تعمیل او بنياد كښې پراختيا ته به پام لرنه كولې شي۔د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب

اسلام آباد۔23جون(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت په مشكل حالات كښې متوازن بجټ وړاندې كړے٬د ټولو شراكتدارو تجاويز او سفارشات د بجټ برخه دي ٬تر 12 لكه آمدن باندې د ټيكس شرح يو فيصد د اېښودلو پريكړه شوې٬ د ټيكس په تعمیل او بنياد كښې پراختيا ته پام كولې شي٬په سولر پينلز به د ټيكس شرح 10 فيصد وي٬د مالوچو او تار په درآمد سيلز ټيكس او ډيوټي به ختمولې شي٬ 75 كلونو څخه زيات عمر پنشنرز به د كوم هم ډول ټيكس څخه مستثنٰی وي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د راتلونكي مالي كال په وفاقي بجټ د بحث راغونډولو په مهال د خزانې وزير ووئېل د وزيراعظم٬ نائب وزيراعظم د ٬قامي اسمبلۍ غړو٬قامي اسمبلۍ او د سينيټ قائمه كمېټۍ چيئرمينز او غړو٬د اتحادي ګوندونو غړو٬ او ټولو شراكتدارو مننه كوو چا چې د بجټ په جوړولو ٬بحث او په دې اړه تجاويز او سفارشات ته حتمي شكل وركولو كښې مرسته وكړه ٬د دې لارښودنې په سبب حكومت ته متوازن بجټ وركولو له مرسته ترلاسه شوې۔د خزانې وزير ووئيل د راتلونكي مالي كال په مهال به حكومتي خرڅونو كښې كمے راشي٬د ټيكس په بنياد كښې پراختيا او تعميل لپاره اېف بي آر كښې اصلاحات او د ډيجيټلائزېشن عمل مخ په وړاندې روان دے ۔ ده ووئېل تنخا دارې طبقه د ټيكسونو بار كم كړے شوے٬تعميراتي څانګې ته رېليف وركړے شوے۔د خزانې وزير ووئېل د ټيرف معقول جوړول اهميت لري ٬درآمدي خام مال او ټريف لائنز كښې آسانيو څخه به نه يوازې برآمدات كښې اضافه اوشي بلكې صنعتونو ته به ودې وركولو او د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو له هم مرسته ترلاسه شي٬ ده ووئېل صنعتي پالېسي جوړه ده او د دې اعلان به ډېر زر وكړے شي او اليكټرانك ګاډو لپاره د پالېسۍ اعلان به هم زر اوشي۔د خزانې وزير ووئيل د توان پشمول مهمو څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دے٬ د سماجي خېرښېګړی په څانګه كښې بينظيرانكم سپورټ پروګرام بجټ د 592 ارب روپو نه 716 ارب روپۍ كړے شوے ۔ دې اقدام څخه به نزدې يو كروړ كورنيو ته مالي مرسته وركړی شي۔ دې سره سره حكومت بشپړه هڅه كوي چې د دې كورنيو كسان هنر مند جوړ كړے شي او د هغوي په ژوند كښې لوي بدلون راوستلے شي ٬غربت ختم كړے شي او هغوي په معيشت كښې د خپل كردار ادا كولو جوګه شي۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د كركيلې څانګې ودې او د وړو كروندګرو معاونت لپاره د ضمانت نه غېر او په نغدو بنيادونو د قرض وركولو فليګ شپ پروګرام جوړ كړے چې له مخې به يې تر 12 نيم ايكړه وړو كروندګر ته د ډيجيټل ذريعو څخه تر 10 لكه روپۍ وركولې شي۔ دې قرض څخه به منظور شوي تخم٬سره٬ د كركيلې داروګانو او د ډيزل ادائيګي كولې شي او كروندګرو ته به د فصل او ژوند بيمې آسانۍ هم ترلاسه شي۔ده ووئيل حكومت د اسطاعت وړ هاؤسنګ فنانس ودې او په وړومبي ځل د كور اغستو يا جوړولو خوښي لرونكو ك آمدن لرونكو كسانو لپاره د 20 كاله مودې قرض سكيم معارفي كوي٬ د ميرمنو مالي شموليت لپاره ميرمنو لپاره مخصوص مالياتي پروګرام له مخې د يو لك نه تر 90 زره زياتو ميرمنو ته 14 ارب روپۍ قرض وركړے شوے ۔ ده ووئېل راتلونكي مالي كال كښې د آسيائي پرمختيائي بانك مرستې سره به ميرمنو ته نزدې 14 اربه روپو څڅه زيات قرض وركولې شي۔د خزانې وزير ووئيل حكومت په تنخاداره طبقه د ټيكس بار احساس لري۔ترلاسه مالي ګنجائش كښې رېليف وركولو لپاره حكومت په ابتدائي توګه تر 32 لكه روپو آمدن لرونكو له د ټيكس شرح كمولو تجويز وركړے۔ دغسې چې د 6 نه تر په 12 لكه روپو كلن آمدن د ټيكس شرح د 5 نه 2.5 فيصد كولو تجويز ؤ خو د وزيراعظم په هدايت حكومت په دې آمدن يعني د 6 نه تر 12 لكه روپو د ټيكس شرح يو فيصدكړې ده ۔ دې اقدام څخه په دې كيټګري كښې شامل تنخادارې طبقې ته نور هم زيات رېليف ترلاسه شي او د هغوي په مالي ستونزو كښې به كمے راشي۔ ده ووئېل د د بجټ تقرير څخه دا تاثر اخستلے شوے چې په پنشن ټيكس لګولو له امله كميوټيشن او د ګريجويټي په روپو هم ټيكس لګي خو داسې نه ده چې كوم خلث يو كال كښې يو كروړ روپو څه زيات پنشن ترلاسه كوي يوازې په هغوي ټيكس لګولے شوے او د وزيراعظم په خاص هدايات د 75 كلونو څخه زيات عمر پنشنر به د كوم هم ټيكس څخه مستثنٰی لري۔ده ووئيل د پولټري په صنعت كښې د اربونو روپو سرمايه كاري كيږي خو د هغوي څخه تر لاسهه كېدونكے ټيكس د نه اخستو برابر دے۔د خزانې وزير ووئيل ايران-اسرائيل جنګ له امله زمونږ د منطقې په معاشي توازن منفي اثرات مرتب كېدل امكان لري۔زه دې معزز ايوان ته باور وركوم چې حكومت په دې ټولو چارو او د دې په نتيجه كښې زمونږ په معيشت په ممكن اثرات ژور نظر لري د۔وزيراعظم په دې اړه يوه مهمه كمېټي د جون په 14مه نيټه جوړه كړې وه چې پكښې زما نه علاوه اړوند وزيران او اعلٰی چارواكي شامل دي