
اسلام آباد۔23جون(اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي پاكستان د جارحيت٬سفارتكارۍ او بيانيه په جنګ كښې هند ته ماتې وركړې٬پاكستان او هند له به خبرو اترو ته كېښناستل وي٬د دې نه علاوه به د ترهه ګرۍ او سيمه ايز عدم استحكام خطرې لا پراخه شي٬ نړۍ د كشمير٬هندي جارحيت او ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د بيانيي ډاډګيرنه كړی٬د پاكستان پيپلز پارټي او حكومت ترمينځه په بجټ د شوو خبرو اترو نه پس مونږ په خوشحالۍ د دې ملاتړ كوو٬وزيراعظم او د هغه ډلې د مباركۍ مستحق دي چا چې زمونږ تحفظات لري كړي او زمونږ تجاويز په بجټ كښې شامل كړے شوي ٬كه چرې هند سندھ طاس لوظ نامه په يو اړخيزه توګه د ختمولو پريكړه كوي نو دا به د جنګ مترادف وي۔د ګل په ورځ بهر هېوادونو كښې د پاكستان د پارليماني پلاوي دورې مشرۍ او د سفارتكارۍ نه پس قامي اسمبلۍ ته د راتګ نه پس خېلې وېنا كښې ده ووئيل د هند په ضد مونږ په عسكري او سفارتي هر محاذ مكمل كاميابي ترلاسه كړې۔ده ووئيل اسرائيل د دروغو په بنياد په ايران بريد كړے د كوم چې غندنه كوو٬د ايران سلامتيا او سيمه ايز حدود خلاف ورزي شوی٬د هغوي ملټري قيادت او سائنسمدار په نښه كړي٬د ايران په نيوكليئر تنصيبات بريد د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده٬ د دعې په نتيجه كښې د ممكنه تابكارۍ نه يوازې ايران بلكې د پاكستان پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو كښې هم زيان رامخې ته كېدے شي۔ده ووئيل امريكې په ايران بريد كړے د كوم چې د امريكې اولس هم ملاتړ نه كوي۔ده ووئيل حكومت دې خارجه وزير فعاله كړي او په دې اړه سفارتكاري دې وكړي او د هم خيال هېوادونو خارجه وزيرانو سره دې په ګډه اقدامات وكړي۔بلاول بهټو ووئيل د اسرائيل جارحيت مخ نيوے پكار دے٬اسرائيل دې ايران سره خپل غېر قانوني جنګ اودروي۔ده ووئيل اسرائيل په غزه كښې نسل كشي كوي٬زمونږ په منطقه كښې د بنجمن نيتن ياهو يوه ارزانه كاپي شته كوم ته چې مونږ په جنګ٬سفارتكارۍ او د بيانيه په جنګ كښې ماتې وركړې ٬ ده ووئېل مونږ د باكستان دريځ او بيانيه وړاندې كړې٬زمونږ وروستو هند هم راغلے ٬زمونږ بيانيه د امن وه٬مونږ جنګ ګټلے۔مونږ مستقل د امن خبره كوو چې دا جنګ نه د هند او نه د پاكستان اولس په حق كښې دے٬مونږ د كشمير مسئله پورته كړې كومه چې يوه پخوانۍ مسئله ده او د كشميريانو خواهشاتو او ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د دې حل پكار دے ۔ده ووئيل د 5 اګست 2019 په مهال د هند يوه اړخيزه اقدام نه پس زمونږ د هغه وخت وزيراعظم دا ووئېل چې زه څه وكړ٬په هند بريد وكړم؟هغه كشمير هائي وے سري نګرهائي او په هره جمعه به نيم ساعت د كشمير لپاره غږ پورته كولو خو موجوده حكومت د هندي جارحيت نه پس د هغوي 6 الوتكې راغورځولې او هغوي ته يې بشپړ ځواب وركړو ٬ ده ووئېل د كال 2019 اقدامات نه پس هندا دا وئېل چې كشمير زمونږ كورنۍ معامله ده او اوس هغه نړيواله شخړه جوړه شوې٬دا د كشميريانو لويه كاميابي ده۔ده ووئيل اوس د امريكې صدر او نوره نړۍ هم په دې د ثالثۍ خبره كوي۔ده ووئيل اسرائيل چې په كومه طريقه غزه خپله كړی داسې كشمير كښې هند هڅه كړې۔بلاول بهټو زرداري ووئيل مونږ به كشميريانو ته د هغوي تر حق وركولو هلې ځلې روانې ساتو۔ده ووئيل فيلډ مارشل عاصم منير ته نه يوازې سركاري مېملمستيا وركړی شوې بلكې د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ د هغه په درناوي كښې دستوره راجوړه كړې ككومه چې د پاكستان د ګټې اقرار ؤ ۔ده ووئيل د هغې نه پس د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ بيانونه اوګورې ٬هند ماتې خوړلې ده ٬پاكستان ګټلې ده۔ده ووئيل مونږ له په دې منطقه كښې د ترهه ګرۍ مقابلې كولو لپاره د پاكستان هند رابطه ضروري ده٬ د هند هڅه ده چې د ترهه ګرۍ مسئله په سياسي توګه پورته كولو سره پاكستان بدنام كړي٬زمونږ فارن آفس او د وزيراعظم ټوله ډله د مباركۍ مستحق ده چې په دې ميدان كښې هم پاكستان ګټه موندلې۔ده ووئيل سيز فائر ناكافي دے٬ دې منطقې لپاره ضروري ده چې امن قائم شي٬د هند په مقابل كښې په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ لس چنده زياتې پېښې رامخې ته كيږي په كومو كښې چې هند ككړ وي۔ده ووئيل د حكومتي اقداماتو څخه په ګرانۍ كښې كمے راغلے٬ دا مونږ ستائيو۔ده د بجټ په حقله ووئيل زمونږ ګوند وفاقي بجټ سپورټ كوي۔وزيراعظم٬خارجه وزير او د خزانې وزير سږ كال په بجټ مونږ سره مشاورت كړے كوم چې مونږ ستائيو٬هغوي زمونږ تجاويز په بجټ كښې شامل كړي۔ده ووئيل دا وخت غېر معمولي حالات دي٬په دې كښې دفاعي بجټ كښې اضافه مهمه ده٬هند دړكې وركوي ځكه مونږ له چمتو پاتې كېدل دي۔ده د بينظيرانكم سپورټ پروګرام بجټ كښې په 20 فيصده اضافه وزيراعظم او ډلې له مباركي وركړه۔ده ووئيل مونږ تل دا دريځ اختيار كړے چې په تنخاګانو او پنشن كښې معقول اضافه پكار ده ٬دې ځل د ټيكس په شرح كښې كمے ښه اقدام دے۔انكم ټيكس ختمول تاريخي رېليف دے ٬ په دې د وزيراعظم او خزانې وزير مننه كوو٬په تنخاګانو كښې مونږ نوره هم اضافه غواړو خو چې كومه اضافه شوې هغه ستائيو۔ده ووئيل دا په دې سختو حالاتو كښې وركرز لپاره رېليف دے۔ده ووئيل پي ايس ډي پي كښې سوئېلي پنجاب لپاره د 30 فيصده بجټ بېلولو مونږ خبره كړی۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ جنګ د زړه او دماغو ګټلو نه غېر نشي ګټلے كېدے ٬مونږ غواړو چې حكومت د دې دواړو صوبو اولس مرسته وكړي۔وزيراعظم ته خواست دے چې په ګډه دې يو داسې تګلاره جوړه كړي چې ترهه ګرو ته هر ډول ماتې وركړو٬هند په دې سيمه كښې په ترهه كرۍ روپۍ خرڅ كوي٬مونږ له د خپلو خلقو زړونه ګټل دي۔ده ووئيل په بجټ كښې چې د كومو بندونو لپاره فنډ اېښودلے شوے هغه د ستائنې وړ دے۔مونږ وړاندې نه د قلت ښكار يو٬مونږ له به د فلډ ايريګيشن څخه سمارټ ايري ګيشن پلو تلل وي٬مونږ له به د اوس نه په دې سرمايه كاري كول وي٬ دې څخه چولستان او تهر ته ګټه رسېدلې شي٬بچ كړې شوې اوبه هلته رسولې شوو