د وزیر اعظم شهباز شریف ایرانی صدر مسعود پیزشکیان سره ټيليفوني خبرې ٬ د امريكا لخوا په ايران د بريد غندنه

اسلام آباد۔22جون(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د ايران صدر مسعود سره ټېلېفوني تماس ونيولو او د امريكا لخوا په ايران د بريدونو غندنه كولو سره يۍ ووئيل دا د آئی اے ای اے د قانون او نورو نړيوالو قوانينو سخته خلاف ورزي ده۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم د ايران صدر ته د اتوار په ورځ ماسپخين ټېلېفون وكړو او د پاكستان لخوا يۍ د امريكائي بريدونو٬ كوم چې د تېرو اته ورځو په مهال د اسرائيل د جواز نه لرونكي جارحيت څخه ورستو ترسره شوي ٬ غندنه وكړه۔ وزيراعظم ورور ايراني اولس او حكومت سره د پاكستان د نه بدلېدونكي يووالي پخلي كولو سره د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه او د ژوبل شوو زر روغتيا له يۍ دعا وكړه۔ وزیراعظم د تحفظاتو څرګندونه وكړه چې په امريكائي بريدونو كښې هغه تنصيبات په نخښه كړې شول كوم چې د آئی اے ای اے په نګرانۍ كښې وو۔ دا بريدونه د آئي اے اي اے د قانون او نورو نړيوالو قوانينو سنګينه خلاف ورزي ده۔ د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 51 له مخې د ايران د دفاع د حق ذكر كولو سره وزيراعظم امن لپاره په سمدستي توګه د مذاكراتو او سفارتكارۍ په ضرورت زور راوړو كومه چې د وړاندې تللو يوازينۍ د عمل وړ لاره ده۔ وزیراعظم تاؤ تريخوالې كمولو له د فوري اجتماعي هڅو په حاجت هم زور راوړو او په دې لړ كښې يۍ د پاكستان د تعميري كردار ترسره كولو عزم پخلے وكړو۔ صدر پیزشکیان ايران لپاره د پاكستان د ملاتړ ستائنه وكړه۔ ده د ايران اولس او حكومت سره د يووالي په څرګندونه د وزيراعظم ٬ حكومت٬ عسكري مشرتابه او پاكستاني اولس د زړه له كومي مننه وكړه۔ دواړو لارښودو په دې نازك پړاؤ د امت ترمينځه د يو والي باوري كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړو لارښودو يو بل سره په د نزدې تړون په لرلو اتفاق هم وكړو۔