اېبټ آباد۔ 22 جون (اے پی پی) په بټګرام كښې بتل ټنل ته نزدې په يوه ترافيكي پېښه كښې د پك او كوسټر ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 8 ژوبل شوي دي۔ د ریسکیو 1122 بټګرام له مخې بټل ټنل چنار كوټ ته نزدې يو كوسټر سوزكي پك ګاډي سره ټكر شو۔ كنټرول روم ته د اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 ميډيكل ډلې د مړه شوو كسانو جسدونه او ژوبل شوي له ابتدائي طبي مرستې څخه وروستو ايوب ميډيكل كمپلېكس ته منتقل كړل۔