
استنبول۔21جون(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار د 51 مې او آئی سی خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقعه په استنبول كښې د قازقستان خپل همڅنګ مرات نرطلئو سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقعه دواړو لارښودو د پاكستان او قازقستان ترمينځه د مضبوطو اړيكو پخلي كولوسره په تجارت ٬ سرمايه كارۍ او د رابطو په څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔ خارجه وزير په اکتوبر 2025 كښې د لوړې كچې دوره خوشبينه وګرځوله دغسې چې دوه اړخيزه همكاري لا مضبوطه كړې شي۔