د نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير ترك صدر سره ملاقات

استنبول۔21جون(اے پی پی) پاکستان او ترکیه د دواړو هېوادونو ترمينځه په روانه مرسته اطمينان څرګندولو سره د ورورولۍ دې همكارۍ لا پراخا كولو او د ژور تړون ساتلو عزم پخلي كولو سره د تجارت ٬ دفاع او اولسي رابطو په شمول په بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق او د ايران د خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د ملګرو ملتونو د چارټر لاندې د دې د دفاع …

استنبول۔21جون(اے پی پی) پاکستان او ترکیه د دواړو هېوادونو ترمينځه په روانه مرسته اطمينان څرګندولو سره د ورورولۍ دې همكارۍ لا پراخا كولو او د ژور تړون ساتلو عزم پخلي كولو سره د تجارت ٬ دفاع او اولسي رابطو په شمول په بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق او د ايران د خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د ملګرو ملتونو د چارټر لاندې د دې د دفاع د حق ملاتړ تكرار كړې دې۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزير اعظم سېنېټر د خالي په ورځ په استنبول كښی د او آئی سی د خارجه وزيرانو كونسل 51 مې غونډې په موقعه ترك صدر طيب رجب ايردوان سره ملاقات وكړو۔ په دې موقعه چیف آف آرمی اسټاف،فیلډ مارشل سید عاصم منېر هم ده سره ؤ۔ د ملاقات په مهال نائب وزیر اعظم ترك صدر ته د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ دواړو لارښودو د پاكستان او تركيه ترمينځه په روانه مرسته اطمينان څرګندولو سره د ورورولۍ دې همكارۍ لا پراخا كولو او د ژور تړون ساتلو عزم پخلې وكړو۔ دواړو په تجارت ٬ دفاع او د اولسي رابطو په شمول په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې په وركولو اتفاق وكړو۔ دواړو لارښودو د روانو اسرائيلي بريدونو سخته غندنه كولو سره دا د نړيوال قانون د بنيادي اصولو ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ دوئي د ايران د خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د ملګرو ملتونو د چارټر لاندې د خپلې دفاع د حق ملاتړ تكرار كړو۔ روانه وضعه په سولييز ډول كمولو له د سفارتي هڅو په روانو ساتلو اتفاق وكړے شو۔ دوئي نړيوالې ورورولۍ څخه په منطقه كښې امن او استحكام بحالولو له د خپل كردار ترسره كولو اپيل وكړو۔ دواړو اړخونو په غزه كښې د اسرائيلي جارحيت په سمدستي توګه د بندولو او محصور اولس ته د بشري مرستې پرله پسې رسولو له د فوري اقداماتو په اهميت زور راوړو۔ نائب وزیر اعظم صدر اردوان ته د اسلامي مرستې تنظيم يوتھ فورم لخواد د مشرتابه په اعتراف او د او آئي آسي خارجه وزيرانو غونډه كاميابۍ سره په كولو د ايوارډ په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔

مزید خبریں