
اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د نوموړې ټك ټاكرې ثناﺀ يوسف په وژنه ټول قام خفه دے٬ د ثناء یوسف وژنه بايد ټېسټ كيس وي دغسې چې څوك په راتلونكي د دې ډول جرم كولو جرات ونكړې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف او داخله وزير محسن نقوي ددې پېښې سخت نوټس اخستې دې ٬ تورن ته به سخته سزا وركولې شي ٬ كېس منطقي انجام ته رسولو له قانوني ډله به تشكيل كولې شي۔ د ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د وژلې شوې نوموړې ټك ټاكرې ثناﺀ يوسف د استوګنې دورې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د ثناﺀ يوسف د وژنې په پېښه ټول قام خفه دے٬ دا پېښه بايد يو ټېسټ كېس وي٬ ضرورت ددې خبرې دې چې په قانوني توګه دې دا كېس مضبوط جوړ كړے شي دغسې چې تورنه ته سخته سزا وركړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل عدالت كښې د پېشۍ په مهال هغه مخونه رامخې ته نه شول كومو به چې په سوشل ميډيا ثناﺀ يوسف سره فوټو سېشن كول يا نن د هغې په وينه پوسټونه لګوي۔ ده ووئيل دغه خلك بايد په عدالتي كارروايۍ كښې هم ولاړ وو۔ وفاقی وزیر ووئيل زمونږ وكيلان به ځپلې كورنۍ سره قانوني مرسته كوي او په كېس به پرله پسې پېشرفت باوري كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سوشل میډیا پلېټ فارم بايد زياتې ذمه وارۍ سره وكارولې شي۔ ده ووئيل انجونې ځورونې ، بلېک مېلنګ او د تشدد په څير مسئلو څخه ساتلو له به مونږ له په ګډه اقدامات كول وي۔ وفاقی وزیر ووئيل د انجونو تحفظ له د باقاعده فورم جوړولو ضرورت دے دغسې چې مېرمنو او ماشومانو انجونو ته محفوظ چاپېريال وركړے شي۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير د وژلې شوې ثناﺀ يوسف كورنۍ سره ملاقات وكړو او د ثناﺀ يوسف د وژنې په پېښه يۍ غمرازي وكړه۔ ده د ارواښادې روح ته ثواب رسولو له دعا هم وكړه۔