پاكستان په منطقه كښې امن غواړي٬ جنګ د كومې مسئلې حل نه دے: سيد يوسف رضا ګيلاني

ملتان۔ 21 جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاكستان په منطقه كښې امن غواړي٬ جنګ د كومې مسئلې حل نه دے۔ د محترمې بې نظير بھټو شهيدې د زېږېدنې ورځې په موقعه په ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل په قومي اسمبلۍ او سېنېټ كښې په ايران د اسرائيل د بريد په ضد د غندنې قراردادونو مقصد …

ملتان۔ 21 جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاكستان په منطقه كښې امن غواړي٬ جنګ د كومې مسئلې حل نه دے۔ د محترمې بې نظير بھټو شهيدې د زېږېدنې ورځې په موقعه په ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل په قومي اسمبلۍ او سېنېټ كښې په ايران د اسرائيل د بريد په ضد د غندنې قراردادونو مقصد هم سيمه ايز امن ته وده وركول دي۔ ملګرو ملتونو ٬ نړيوالو تنظيمونو او اسلامي نړۍ له به ددې جنګ په ختمولو كښې خپل فعاله كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل امن لپاره زمونږ د هڅو نړۍ تل ستائنه كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان يو اتومي قوت دے او سيمه ايزې سلامتيا لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل هند سره د تاؤ تريخوالي په مهال زمونږ پوځ ثابته كړه چې هغه د نړۍ تر ټولو بهترين پوځ دے او د دښمن د كوم هم جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري۔ محترمې بېنظير بھټو ته د هغې د زېږېدنې ورځې په موقعه د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل بی بی شهیده او ذولفقار علی بھټو اولسي لارښود وو۔ هغوي بې وزلو ٬ كرونده ګرو ٬ مزدورانو او خواري كښو لپاره ستړې وكړی۔ وروستو سيد يوسف رضا ګيلاني د پیپلز ګوند لارښودو خواجه رضوان عالم او راو ساجد علی سره د محترمې بېنظير بهټو د زېږېدنې ورځې كېك پرې كړو۔

مزید خبریں