د پخوانۍ وزیر اعظمې شهيدې بينظير بهټو 72 مه د زيږيدنې ورځ د خالي په ورځ په 21 جون ولمانځلې شوه

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د پاكستان دوه وارې ټاكلې شوې پخوانۍ وزیر اعظمې شهيدې بينظير بهټو 72 مه د زيږيدنې ورځ د خالي په ورځ په 21 جون ولمانځلې شوه۔ الېكټرانك ٬ رېډيو او سوشل /ډیجیټل میډیا پلېټ فارمز د پاكستان د مؤسس قائد اعظم وژن له مخې پاكستان يو حقيقي جمهوري او ترقي پسند رياست جوړولو له د شهيدې بېنظير بھټو جذبې او هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ هغه د پي پي پي يوه وژنري لارښوده وه كومې چې اخلاص او وفادارۍ سره د هېواد خذمت او د آمريت او ترهګرۍ په مړانه مقابله وكړه۔ دوه وارې ځانمرګې بريدونو سره مخ پاتې شوه ٬ په دويم بريد كښې هغه شهيد شوه۔ د شهید رانی هدف د اقليتونو د حقونو تحفظ او مېرمنې په خپلو پښو اودرول ؤ۔ هغه كال 1988 څخه تر كال 1990 او بيا 1993 څخه تر 1996 د پاكستان 11 مه وزيراعظمه پاتې شوه۔ په كال 2007 كښې په شائع شوي كتاب “مفاهمت: اسلام، جمهوریت او مغرب” هغې ته قومي او نړيوال اعزازونه وركړې شول۔ محترمه بېنظير بھټو په 27 دسمبر 2007 د پېنډۍ په لياقت باغ كښې په ځانمرګې بريد كښې شهيد كړې شوه۔ د هغې د زېږېدنې ورځې په موقعه د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې د پي پي پي او سماجي او سياسي حلقو تر اهتمام لاندې دستورو كښې هغې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔