اسلام آباد۔21جون (اے پی پی) شهیدې بېنظير بهټو جمهوريت ٬ بشري وقار او د مېرمنو حقونو لپاره د نه هېرېدو وړ ستړې وكړې ٬ د هغې قربانۍ ٬ وژن او اولس سره تړون د پيپلز ګوند اجتماعي ميراث دے٬ مونږ به د شهيدې بي بي د وژن په لارښودنه كښې جمهوريت مستحكم كړؤ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې ددې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت آصف علي زرداري د شهيدې …
شهیدې بينظير بهټو جمهوريت ٬ بشري وقار او د ميرمنو حقونو لپاره د نه هيريدو وړ ستړې وكړې: د صدر مملكت د شهيدې بينظير بھټو د زيږيدنې ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جون (اے پی پی) شهیدې بېنظير بهټو جمهوريت ٬ بشري وقار او د مېرمنو حقونو لپاره د نه هېرېدو وړ ستړې وكړې ٬ د هغې قربانۍ ٬ وژن او اولس سره تړون د پيپلز ګوند اجتماعي ميراث دے٬ مونږ به د شهيدې بي بي د وژن په لارښودنه كښې جمهوريت مستحكم كړؤ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې ددې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت آصف علي زرداري د شهيدې بېنظير بهټو د 72 مې زېږېدنې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ صدر مملكت ووئيل مونږ د شهيدې بېنظير بھټو قومي خذماتو او سترو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ صدر مملكت ووئيل شهیدې بېنظير بهټو جمهوريت ٬ بشري وقار او د ميرمنو حقونو لپاره د نه هيرېدو وړ ستړې وكړې٬ هغې د آمريت مړانې او استقامت سره مزاحمت وكړو٬ هغې په هېواد كښې د جمهوريت د بحالۍ د تحريكونو مشري وكړه۔ صدر مملكت ووئيل شهيدې بي بي د قانون په حكمرانۍ او د آئين په سرلوړۍ بشپړ باور لرلو۔ صدر مملکت ووئيل د شهيدې بي بي قربانۍ ٬ وژن او اولس سره تړون د پيپلز ګوند اجتماعي ميراث دے٬ مونږ به د شهيدې بي بي د وژن په لارښودنه كښې جمهوريت مستحكم كړؤ۔ ده ووئيل شهيده بي بي د وروستو پاتې طبقو او اقليتونو غږ او يو سولييز او سوكاله پاكستان كښې خوښي لرونكې وه۔ ده ووئيل د شهيدې بي بي په اصولو عمل كولو سره به د هر يو وګړي د بنيادي حقونو تحفظ باوري كړؤ۔ صدر مملکت ووئيل د شهيدې بېنظير بھټو فكر نن هم د يوې عادلنه او جمهوري ټولنې جوړولو له د لارې مشال دے۔










