
اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د كډوالو نړيوالې ورځ په موقع د فلسطينيانو پشمول د ټولې نړۍ كډوالو سره د يو والي څرګندونه كړې]ده ۔په خپل يو پیغام كښې ده د فلسطينيانو پشمول نورو كډوالو لپاره د نيكو هيلو خرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د افغان كډوالو د تېرو څلورو لسيزو راهيسې كوربتوب كولو سره د انسانيت مثال جوړ كړے٬كډوالو لپاره د لږ نړيوال معاونت باوجود د پاكستان كردار نړيوالې ورورولۍ لپاره مثال دے۔ده د بشري همدردۍ تنظيمونو او د يو اين ايچ سي آر كردار ته هم پيرزوئنې وړاندې كړی۔ده ووئيل د كډوالو تحفظ لپاره شريكو نړيوالو هڅو ته اړتيا ده۔