د افغان كډوالو ورځې په بابله پیښور كښې د مېرمنو تائيكوانډو سيالۍ تر سره شوې

پیښور۔20 جون (اے پي پي) د افغان كډژالو ورځې په بابله په حيات آباد سپورټس كمپلېكس پیښور كښې د مېرمنو د تائېكوانډو سيالۍ تر سره شوي دي۔ چې پكښې د افغان كډوالو او ځايي لوبغاړو په ګڼ شمېر ګډون وكړو او د خپلو صلاحيتونو څرګندونه يې وكړه۔ د ايونټ مقصد پاكستان كښې مېشته افغانۍ لوبغاړې د لوبو د لارې ګټورو هلو ځلو ته راغب كول او د ځايي لوبغاړو سره دوستۍ او همغږۍ ته وده وركول وو۔ په دې سيالو كښې برخه اغستونكو لوبغاړو د اعلې معيار پوهې او تكنيك څرګندونه وكړه كومه چې د دې خبرې عكاسي وه چې په خېبر پښتنوخوا كښې مېرمنې د مارشل ارټس لوبو پلو په زړه پورې خوښي لرلي۔ د دستورې مشر مېلمه افغان كمشنر شكيل احمد خان ؤ۔