
اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ايران او اسرائيل ترمېنځه د سنګين بحران سوله ايز حل له د خبرو اترو او سفارتكارۍ په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان په موجوده صورتحال كښې امن لپاره تعميري كردار لوبولو له چمتو دے٬ د مېنځني ختيز صورتحال نه يوازې منطقې بلكې ګردې نړۍ لپاره اندېښمن دے، بايد پاکستان او امريکا د تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو له په ګډه كار وكړي، په دې موقع وزيراعظم او د امريکې خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه په عملي اقدامات هم اتفاق وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو د جمعې په ورځ ماښام وزيراعظم شهباز سره د ټېلي فوني تماس د لارې خبرې وكړې٬ د خپلو په زړه پورې او خوندورو خبرو په مهال وزيراعظم صدر ډونلډ ټرمپ لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره د ټرمپ د جرات منده قيادت او د ماركو روبيو د فعاله سفارتكارۍ يې هم ستائنه وكړه چې پكښې د پاك و هند جنګ بندي مفاهمت ته رسېدلي او د دوه اتومي هېوادونو ترمېنځه د لوېې تباهۍ مخ نيولو كښې يې مهم كردار لوبولے۔ وزيراعظم ووئيل د ټرمپ د پاكستان په اړه په زړه پورې بيانونه په سوئيلي اسياء كښې تل پاتي امن لپاره د ډاډ وړ دي كوم چې د پاكستان او هند ترمېنځه ګټورو خبرو اترو څخه ممكن كېدے شي٬ په دې تناظر كښې ده د جمو و كشمير٬ سندھ تاس تړون٬ تجارت او د ترهګرۍ منخنيوي پشمول د ټولو تصفيه طلب مسئلو هند سره خبرو لپاره د پاكستان د رضامندۍ پخَلے وكړو٬ په دې موقع د مېنځني ختيز په صورتحال په خاص توګه د ايران اسرائيل په بحران هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم د خبرو او سفارتکارۍ د لارې د دې سنګين بحران د سوله ايز حل د لټولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل پاكستان په موجوده وضعه كښې د امن په ټولو هڅو كښې تعميري كردار لوبولو له چمتو دے كوم چې نه يوازې منطقې بلكې ګردې نړۍ لپاره اندېښمن دے ٬ په تجارت د صدر ټرمپ د پام ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان او امريكې له تجارت٬ سرمايه کارۍ، توان، کان کنۍ، معدنيات او د آئي ټي پشمول په پراخه څانګو كښې په شريكه توګه ګټوره مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره په ګډه كار كولو ته اړتيا ده٬ سلامتيا او د ترهګرۍ مخنيوي په اړه وزيراعظم ګرد هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت په خاص توګه د بي اېل اے٬ ټي ټي پي او نورو عسكريت خوښ ډلو د خطر مخنيوي لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو٬ په دې لړ كښې مارکو روبيو د پاکستان د ترهګرۍ مخنيوي د هلو ځلو ستائنه وكړه او پاکستان ته يې د داسې ټولو خطرو مخنيوي لپاره د امريكې لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ وزيراعظم د اوونۍ په پېل كښې په واشنګټن كښې د صدر ټرمپ او چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير ترمېنځه د خوشګوار او نتيجې وړ خبرو باندې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم او خارجه وزير مارکو روبيو دې خبرې ته اتفاق وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه خبرې اترې اوس په ټولو څانګو كښې په كوټلو اقدامات بدلول پكار دي۔ وزيراعظم د پاکستان او امريکې دا مثبت رفتار مخ په وړاندې بوتللو لپاره پرله پسې د لوړې كچې د رابطو په ضرورت هم زور راوړو٬ د دوه اړخيزه اړيكو په اړه ده صدر ټرمپ ته د پاکستان د سرکاري دورې د بلنې پخلي كولو سره ووئيل زه هم ټرمپ سره زر تر زره ملاقات ته سترګې په لار يم ۔دغسې وزيراعظم د خارجه وزير مارکو روبيو ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو د بلنې پخلے وكړو۔ د وزيراعظم د ټېلي فوني كال مننه كولو سره مارکو روبيو د پاکستان او امريکې ترمېنځه د شرېكې خوښې په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو له د خپلې خوښۍ څرګندونه وكړه٬ هغه هند سره د جنګ بندۍ مفاهمت برقرار ساتلو عزم سره په منطقه كښې امن لپاره د د پرله پسې هڅو هم ستائنه وكړه ٬ په دې تناظر كښې هغه ايران سره د غوره اريكو ستائنه كولو سره د پاكستان ډاډګيرنه وكړه او ايران سره د امن په روانو هلو ځلو كښې يې د كردار ادا كولو ووئېل ۔ ده ووئيل امريكا د سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام ودې لپاره پاكستان سره په ګډه د كار كولو عزم لري