شهداد كوټ كښې چې كومه پیښه رامخې ته شوې هغه نه يوازې د انسانيت بلكې د قامي يوالي د اصولو هم خلاف ده٬ كهېل داس كوهستاني

الام آباد ۔20 جون (اے پي پي) د مذهبي هم غږه دوهم وزير كهېل داس كوهستاني وئېلې دي په شهداد كوټ كښې چې كومه پیښه په اوسنو كښې رامخې ته شوې هغه نه يوازې د انسانيت بلكې د قامي يووالي د اصولو هم خلاف ده۔٬ داسې پیښې هېواد كښې مذهبي او سماجي يو والي ته د زيان رسولو هڅې دي٬ كومې به چې ونه زغملې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې وكړه ۔ كهېل داس كوهستاني په زور راوړولو سره ووئېل د قانون نافذ كوونكې ادارې دې د پیښې مكمل پلټنې وكړي او ككړو عناصرو ته دې سخته سزا وركرې شي۔ده زياته كړه پاكستان كښې د ټولو مذهبونو او وروروليو حقونه يو برابر دي او حكومت د اقليتونو تحفظ لپاره عزم لري۔