ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان رائټرز ويلفيئر ايسوسي ايشن پلاوي وليدل

پېښور 20 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جمعې په ورځ د آل پاكستان رائټرز ويلفيئر ايسوسي ايشن (اپووا) پلاوي په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ۔ د پلاوي په غړو كښې ملك يعقوب اعوان، اېم اېم علي، حافظ محمد زاهد، سفيان علي فاروقي، محمد اسلم سيال، ممتاز اعوان، معاويه ظفر، محمد بلال، ډاكټر عمر شهزاد، ډاكټر سعديه شهزاد، ناز پروين، بشري فرخ، تابنده فرخ، ثمينه قادر، نيلوفر سميع، راني عندليب او نور شامل وو۔ په دې موقع پلاوي ګورنر د تنظيم د ادبي خدمات په اړه په تفصيل سره خبر كړو۔ ګورنر د اپووا په ادبي مېدان كښې د تنظيم د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ګورنر په دې موقع د نتظيم غړو ته سوینئرز او تعريفي سندونه وركړل۔ د پلاوي لخوا ګورنر ته اعزازي شیلډ وركړے شو او د ادبي حلقه جات په سرپرستۍ يې د ګورنر مننه وكړه۔