د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حميد الله جان ملاقات

پېښور 20 جون(اے پي پي)خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حميد الله جان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ قبائلي جرګې په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے ۔قبائلي جرګې د خېبرپښتونخوا ګورنر د انضمام نه پس د قبائېلي اولس مسئلو كښې اضافې او د زيات شوي نا قلارۍ نه خبر كړو۔ د جرګې غړو بجټ كښې په ضم شوو ضلعو كښې د ټيكسونو په نفاذ د سخت تحفظات څرګندونه وكړه۔قبائېلي مشرانو ضم شوو ضلعو كښې په انډسټري لس فيصده ټيكس ظالمانه اقدام وګرځولو ۔ د جرګې غړو ګونر د باړې پشمول نورو قبائېلي سيمو كښې ځپلے شوو ته تراوسه د معاوضو نه وركولو په اړه هم خبر كړو۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كڼدي ووئيل د انضمام نه پس قبائېلي اولس سره په شوو لوظونو بشپړ عملدرآمد پكار دے٬وفاق سره د قبائېلي اولس وكيل په توګه كار كوم٬په هر فورم مې وئېلې دي چې د قبائېلي اولس د انضمام نه پس محرومۍ دې ختمې كړې شي۔ګورنر ووئيل امناك او پرمختګ كونكې خېبرپښتونخوا لپاره به مونږ له پخپله په ګده كار كول وي