اسلام آباد 20 جون(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزارت د سوشل ميډيا پليټ فارم"فيكټ چيكر" د هندۍ ميډيا او سوشل ميډيا اكاؤنټس څخه د پاكستان په ضد خپرېدونكې د دروغو او بې بنسټه خبرونه په سختۍ سره رد كړې دي ۔فيكټ چيكر د جمعې په ورځ د سماجي رابطې به پليټ فارم"ايكس"خپل پوسټ كښې ښكاره كړه چې هند سره تړلې ميډيا ادارې او سوشل ميډيا اكاؤنټس په منظم ډول …
د هندۍ ميډيا او سوشل ميډيا اكاؤنټس منظم او په بدنيتۍ اډانه كمپائن٬ د ايران اسرائيل جنګ كښې د پاكستان څخه د پوځي اډو غوښتلو د بې بنسټه خبرونو ناوړه كمپائن دے۔ فيكټ چيكر٬اطلاعات وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جون(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزارت د سوشل ميډيا پليټ فارم”فيكټ چيكر” د هندۍ ميډيا او سوشل ميډيا اكاؤنټس څخه د پاكستان په ضد خپرېدونكې د دروغو او بې بنسټه خبرونه په سختۍ سره رد كړې دي ۔فيكټ چيكر د جمعې په ورځ د سماجي رابطې به پليټ فارم”ايكس”خپل پوسټ كښې ښكاره كړه چې هند سره تړلې ميډيا ادارې او سوشل ميډيا اكاؤنټس په منظم ډول د پاكستان په ضد د دروغو او ګمراه كونكې خبرونه خپروي چې پكښې وئېلي كيږي د اسرائيل ايران جنګ په مهال پاكستان څخه د پوځي اډو غوښتنه شوې او دا ادعا كولې شي چې د پاكستان فضائي حدود انټيلي جنس رايو ځاے كولو لپاره استعماليږي۔ فيكټ چيكر دا ټولې ادعاګانې بالكل دروغ٬بې بنسټه٬خندنۍ او لغو ډنډوره ګرځولې او وئېلې يې دي دا ټول د هندۍ ميډيا او د هغوي د پراکسیز لخوا د پاكستان بدنامولو ناوړه هڅه ده۔











