اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې ډاکټر نفيسه شاه وئيلي دي د آئي ايم ايف د شرطونو تعين اختيار د خزانې وزارت په ځاے د هېواد د اولس ټاكلي پارلمان ته پكار دي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې دې ووئيل په وړومبي ځل داس ېكېږي چې د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټي بجټ د بل سكروتني كوي٬ د دې نه وړاندې د فنانس بل د لارې اېف بي آر ته خوف ناك اختيارات وركړے شوي وو۔ دې ووئيل د آئي ايم ايف د شرطونو تعين اختيار د خزانې وزارت په ځاے د هېواد د اولس ټاكلي پارلمان له پكار دے۔