د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير اعلی امريكائي سكالرز٬تجزيه كارو٬پالېسي پوهانو او د نړيوالې ميډيا استازو سره د خيالاتو څرګندونه٬په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان په غېر متزلزل تړون زور

پېنډي20 جون(اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان په غېر متزلزل تړون زور راوړے او په نړيوالو اصولو د اډانه نړيوال نظام د ملاتړ يې پخلے كړے۔ده د پاكستان او امريكې ترمينځه د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬سيمه ايزې سلامتيا او معاشي پرمختګ پشان څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې اهميت رامخې ته كړو ۔د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د امريكې سركاري دورې په مهال چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير واشنګټن ډي سي كښې اعلٰی امريكائي سكالرز٬تجزيه كارو٬پالېسۍ پوهانو او د نړيوالې ميډيا استازو سره تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د دې ملاقات مقصد د پاكستان اصولي دريځ رامخې ته كول٬منطقې او نړۍ مهمو معاملاتو كښې د پاكستان دريځ په ښه ډول وړاندې كول او شريك افهام او تفهيم ته وده وركول وو۔په دې موقع فيلډ مارشل د معركه حق او آپريشن بنيان مرصوص تفصيلات بيان كړل۔ده د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان قربانۍ رامخې ته كړې او د ترهه ګري د هائبرډ وار فيئر په توګه د كارونكو سيمه ايز عناصر يې په ګوته كړل۔دغسې سر لښكر منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د پاكستان په غېر متزلزل تړون زور راوړو او په نړيوالو اصولو د اډانه نړيوال نظام ملاتړ يې پخلے وكړو ۔فيلډ مارشل د پاكستان د قدر وړ خو غېر استعمال شوو صلاحيتونو ذكر كولو سره د آئي ټي٬زراعت او معدنيات په څانګو كښې نړۍ له د سرمايه كارۍ بلنه وركړه ۔فيلډ مارشل نړيوالو او سيمه ايزو شخړو په اړه د پاكستان متوازن نقطه نكر هم رامخې ته كړم او مكالمې٬سفارتكارۍ او د نريوال قوانين په پاسدارۍ يې زور راوړو ۔۔۔د پاك امريكا پخوانو اړيكو جاج اخستو سره چيف آف آرمي سټاف د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬سيمه ايزې سلامتيا او معاشي پرمختګ پشان څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې اهميت رامخې ته كړو۔ګډون كوونكو د فيلډ مارشل ښكاره٬اصولي او باوري دريځ وستائېلو او دا ملاقات د پاكستان او امريكې ترمينځه تزويراتي مكالمه كښې يو مثبت پېشرفت يې وګرځولو۔دا ملاقات د پاكستان سپيځلې سفارتكاري٬نړيوالو اړيكو كښې فعاله شركت او شريك امن لپاره د عزم عكاس دے۔