
اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي په تندۍ سره د بدلېدونكې سيمه ايز پېشرفت او په منځني ختيز كښې په تاٶ تريخوالي كښې د غېر معمولي اضافې په خاص توګه د ايران په ضد د اسرائيل د روان پوځي جاريحت له مخې الجزائر، بحرين، برونائي دارالسلام، چاډ، کوموروس، جبوتي، مصر، عراق، اردن، کويت، ليبيا، موريطانيه، پاکستان، قطر، سعودي عرب، صوماليه، سوډان، ترکيه، اومان او د متحده عرب امارات خارجه وزيرانو خپل يو شريك بيان كښې د ايران په ضد د اسرائيل د بريدونو او د هر ډول داسې اقدام كوم چې د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د مقاصدو او اصولو څخه سرغړونه كوي٬ په سپينو ټكو غندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان ووئيل خارجه وزيرانو د رياستونو د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت احترام سره سره د ښه ګاٶنډيتوب په اصولو عمل كولو سره د شخړو د سوله ايز حل په ضرورت زور راوړے۔ وياند ووئيل د ايران په ضد د اسرائيل د مخامصت لاره نيول ډېره ضروري ده كوم چې په مېنځني ختيز كښې د زيات شوي تاٶ تريخوالي په مهال رامخې ته شوے٬ په دې خطرناك تاٶ تريخوالي د تشويش څرګندونې كولو سره وياند ووئيل دې سره ټوله منطقه كښې د امن او استحكام د سنګينو نتيجو رامخې ته كېدو اندېښنه ده۔ دغسې ده جامع جنګ بندۍ او د امن بحالۍ لپاره د كار كولو په ضرورت زور راوړو